ټرمپ: له ایران سره هوکړه لا نهايي شوې نه ده اختلافات پاتې دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د امریکا ولسمشر “ډونلډ ټرمپ” ویلي، چې له ایران سره د احتمالي هوکړې خبرې لا تر اوسه بشپړې شوې نه دي او د دواړو لوریو ترمنځ ځینې اختلافات لا هم پاتې دي.
د راپورونو له مخې، ټرمپ ټینګار کړی، چې واشنګټن به یوازې هغه مهال وروستۍ هوکړه اعلان کړي چې د امریکا امنیتي او سیاسي ګټې په کې خوندي وي.
بلخوا، د سپینې ماڼۍ چارواکو د خبرو اترو په اړه محتاط دریځ خپل کړی او ویلي یې دي، چې د وروستۍ هوکړې نهايي کېدل ښايي څو ورځې نور وخت هم ونیسي، ځکه لا هم د ایران د اټومي پروګرام، بندیزونو او ځینو نورو مهمو موضوعاتو په تړاو اختلافات موجود دي.

مربوطه مطالب

Back to top button