تېره ورځ پاکستان او ایران ۸۸۳ کډوالې کورنۍ په جبري ډول راستنې کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولینو ویلي، چې پاکستان او ایران د تېرې یکشنبې په ورځ ۸۸۳ افغان کډوالې کورنۍ په جبري ډول افغانستان ته راستنې کړې دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، د دغو کورنیو د غړو شمېر ۴۵۹۲ تنو ته رسېږي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د تورخم له لارې ۷۷۶ کورنۍ له ۴۱۴۲ غړو سره هېواد ته داخلې شوې دي. همداراز د سپین بولدک له لارې ۱۶ کورنۍ چې ۹۵ غړي لري، افغانستان ته راستانه کړل شوې دي.

کمېسیون زیاته کړې، چې د نیمروز د ورېښمو پل له لارې هم ۵۴ کورنۍ له ۲۱۵ غړو سره هېواد ته راستنې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په همدې ورځ ۱۲۵۶ کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې او ترڅنګ یې ۱۰۵۵ نور مسافر هم د ورېښمو پل له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button