سنټکام: د ایران په سویل کې مو د مایناېښودونکو کښتیو او توغندیزو مرکزونو پر ضد بریدونه کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) ویلي، د ایران په سویل کې یې هغه دوه کښتۍ په نښه کړې چې د ماینونو د ځای پر ځای کولو هڅه یې کوله. سنټکام دغه بریدونه “دفاعي اقدام” بللی او ویلي یې دي چې د امریکايي ځواکونو د خوندیتوب لپاره ترسره شوي دي.
د سنټکام ویاند ټیم هاوکینز ویلي، امریکايي ځواکونو د توغندیو یو مرکز او ځینې نورې موخې هم په نښه کړې دي.
نوموړي زیاته کړې چې امریکا د روان اوربند پر مهال له زغم څخه کار اخلي، خو د خپلو ځواکونو دفاع ته دوام ورکوي.
تر دې وړاندې ایراني رسنیو راپور ورکړی و چې د بندر عباس ښار او د فارس خلیج په سیمه کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.



