میدان وردګو کې ترافیکي پېښو او پکتیکا کې د ډوبېدو پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اړوند د کابل ـ کندهار پر لویه لار په دوو جلا ترافیکي پېښو کې دوه تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان دي. د ولایت د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، لومړۍ پېښه د حیدرخیلو په سیمه کې د سلنډ او کرولا ډوله موټرو ترمنځ شوې، چې له امله یې یو کس ژوند بایللی او دوه نور ټپیان شوي دي.
چارواکي وایي، دویمه پېښه د تنګي دوه لارې په سیمه کې د مازدا او سراچې موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې پکې یو کس مړ شوی او دوه نور ټپیان دي.
بلخوا د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ د دهنې سیمې په یوه ډنډ کې درې ځوانان د لامبو پر مهال ډوب شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی. د امنیې قوماندانۍ په وینا، لومړی دوه کسان ډوب شوي وو او درېیم کس د هغوی د ژغورلو هڅه کړې، خو هغه هم په اوبو کې ډوب شوی دی.
چارواکي وایي، د قربانیانو جسدونه د امنیې قوماندانۍ منسوبینو او لامبو وهونکو له لوري له اوبو را ایستل شوي دي.



