ذبیح‌الله مجاهد: افغانستان د چین د منځګړیتوب له هڅو هرکلی کوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، افغانستان د چین د منځګړیتوب له هڅو هرکلی کوي او هیله لري، چې له پاکستان سره روانې خبرې اترې مثبتې پایلې ولري.

نوموړي ټینګار کړی، چې سیمه‌ییزې خبرې او تفاهم کولای شي د اړیکو په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف چین ته سفر کړی دی.

د راپورونو له مخې، د افغانستان موضوع به هم د چین او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د اجنډا یوه برخه وي.

مربوطه مطالب

Back to top button