فایننشل ټایمز: له ایران سره جګړه به د امریکا پورونه میلیاردونه ډالر زیات کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
فایننشل ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له ایران سره جګړه به د امریکا پر اقتصاد دروند مالي فشار واچوي او د دغه هېواد د پورونو کچه به میلیاردونه ډالر لوړه کړي.
راپور کې راغلي، چې د هر ډول اوږدمهالې جګړې دوام به د امریکا حکومتي لګښتونه زیات کړي، بودیجه به له لا ډېر کسر سره مخ کړي او د پورونو د بېرته ورکړې مالي بار به هم دروند کړي.
فایننشل ټایمز زیاته کړې، چې واشنګټن لا دمخه له لوړ دولتي پور او اقتصادي فشارونو سره مخ دی او د ایران په څېر نوي پوځي بحرانونه کولای شي د امریکا مالي وضعیت لا پسې خراب کړي.
دغه راپور داسې مهال خپرېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ سیاسي او پوځي ترینګلتیا په وروستیو کې یو ځل بیا زیاته شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button