ضمیر کابلوف: مسکو چمتو ده افغانستان ته بشري مرستې برابرې کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي “ضمیر کابلوف” ویلي، چې مسکو افغانستان ته د بشري مرستو د برابره ولو اجازه ترلاسه کړې او که افغان حکومت رسمي غوښتنه وکړي، روسیه به اړینې مرستې برابرې کړي.
کابلوف له یوې روسۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د افغانستان د کورنیو حاصلاتو راټولېدل به په لنډمهاله توګه د خوراکي توکو بحران کم کړي، خو امکان شته چې دغه هېواد به په راتلونکې کې یو ځل بیا د خوړو له کمښت سره مخ شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان لا هم بشري او اقتصادي ملاتړ ته جدي اړتیا لري او نړیواله ټولنه باید د دغه هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړېکې پراخې شوې دي او روسیه یوازینی هېواد دی، چې د اسلامي امارت حکومت یې په رسميت پېژندلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button