متقي: د ناروې دیپلومات منل د اړیکو نوی فصل دی؛ ناروې: ژر به یو پلاوی کابل ته واستوو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د ناروې د شاهي دولت له شارژدافیر ښاغلي پیر البرت الساس سره وکتل. دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییز وضعیت او همکاریو په اړه خبرې وکړې.

متقي وویل، چې د ناروې له خوا د اسلامي امارت دیپلومات منل د باور جوړونې او اړیکو پراخېدو ته مهم ګام دی. نوموړي د ناروې رول د افغانستان او لویدیځو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ټينګښت کې رغنده وباله.

ناروې شارژدافیر د سیمې د وروستیو تحولاتو په تړاو د خپل هېواد دریځ څرګند کړ او ویې ویل، چې د افغانستان حالت د سیمې پر ثبات اغېز لرلی شي. هغه زیاته کړه، چې ډېر ژر به د ناروې یو پلاوی کابل ته سفر وکړي او د افغان حکومت سره به د اړیکو ارزونه ترسره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button