پوتین: ایران ته مو پوځي تجهیزات ورکړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې هېواد یې ایران ته پوځي تجهیزات ورکړي، خو دا موضوع د ایران او اسراییل ترمنځ له روان کړکېچ سره هېڅ تړاو نه لري.
هغه ټینګار کړی چې دغه مرسته د نړیوالو قوانینو خلاف نه ده.
پوتین همداراز زیاته کړې، چې نړیواله ټولنه باید د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره جدي اقدامات وکړي او د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیسي.
بلخوا د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د جګړې له هممهاله اعلانونو سره، ویلي: “هیڅوک نه پوهېږي زه به څه وکړم.”
د فوربس مجلې د راپور له مخې، ټرمپ ویلي، ایران له سختو ننګونو سره مخ دی او د دغه هېواد چارواکي د مذاکرې غوښتونکي دي.



