د ایران سره د جګړې له امله د اسرائیلو اقتصاد ته ۲۸ میلیارد ډالره زیان اوښتی 

 کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د اسرائيلي رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران سره د روانې جګړې له امله د اسرائیلو اقتصاد ته د شاوخوا ۲۸ میلیاردو ډالرو په اندازه مالي زیان اوښتې دی.

د عبري ژبې ځینو مشهورو اقتصادي ورځپاڼو لیکلي، چې د ایران پر ضد جګړه، له نظامي تاوانونو پرته، د اسرائيلو اقتصادي بنسټونه هم له سختو زیانونو سره مخ کړي دي.

د صنعتي فعالیتونو درېدل، د بهرنیو پانګوالو بې‌باوري، د بازارونو رالوېدل او د خلکو پراخ کورني بې‌ځايه کېدنه، د دې جګړې هغه اقتصادي اړخونه دي چې د رسمي ارقامو له مخې یې زیان تر ۲۸ میلیاردو ډالرو رسېږي.

سرچينې زیاتوي چې دا جګړه د اسرائیلو د تکنالوژۍ، سوداګرۍ، ترانسپورت او حتی د ګرځندوی سکتورونه سخت اغېزمن کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button