جاپان د افغان کډوالو لپاره ۷.۵ میلیونه ډالره مرستې اعلان کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر او په کابل کې د جاپان سفیر ښاغلي تاکایوشي کورمایا سره د افغان کډوالو د ملاتړ، بشري مرستو، او له اسلامي امارت سره د جاپان پر همکاریو خبرې کړي دي.
د جاپاني سفیر په وینا، هېواد یې روان زېږدیز کال کې د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو د حل لپاره د ملګرو ملتونو له لارې ۷.۵ میلیونه ډالر مرسته کوي.
ښاغلي کورمایا ويلي، یادې مرستې به په لنډمهاله کمپونو کې د خدماتو برابرولو او د راستنېدونکو اقتصادي ستونزو ته ځانګړې شي.
مولوي عبدالکبیر د جاپان د مرستو مننه وکړه او د کډوالو ښارګوټو د رغولو لپاره یې له جاپانه د لا زیاتې مرستې غوښتنه وکړه.



