د افغانستان اسلامي امارت د ایراني حجاجو د لېږد لپاره همکاري کوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن د ایران له سفیر علي‌رضا بیکدلي سره په کابل کې د سيمې پر روان وضعیت او د افغانستان له لارې د ایراني حجاجو د لېږد پر موضوع خبرې کړي.

د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي متقي په ناسته کې پر ایران د اسراییلي رژیم بریدونه وغندل، دا یې د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض وباله او څرګنده یې کړه چې افغانان د ایراني ولس ترڅنګ ولاړ دي.

هغه زیاته کړې، اسلامي امارت چمتو دی چې د ایران له حجاجو سره د راستنېدو په بهیر کې همکاري وکړي.

د هغه په وینا، د ریاست الوزراء د پرېکړې له مخې د سعودي عربستان څخه تلونکو حجاجو ته د یوې میاشتې لپاره ویزې معاف شوي، او د هرات سیمه‌يیزو ارګانونو ته هدایت شوی چې د ایراني حجاجو د خوندیتوب لپاره لازم تدابیر ونیسي.

د ایران سفیر د افغانستان له حکومت څخه د دغو اسانتیاوو مننه وکړه او ویې ویل چې دا اقدام د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا نښه ده.

نوموړي هیله وښوده چې د دواړو هېوادونو مسؤل ارګانونه به وکولای شي د ایراني حجاجو د لېږد بهیر بریالی پای ته ورسوي.

مربوطه مطالب

Back to top button