ایراني توغندیو د اسرائیلي ځانګړو ځواکونو IDF مرکزي قرارګاه په نښه کړی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

صهیونستي رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو نن د اسرائیلي پوځ (IDF) د استخباراتو لویه قرارګاه او د سایبري عملیاتو مرکز د یو دقیق توغندیز برید هدف ګرځولی دی.

دغه مرکز، چې د بئرشبع ښار ته نږدې د سورکا روغتون ترڅنګ موقعیت لري، د اسرائیلي پوځ د قوماندې، استخباراتي معلوماتو مدیریت، او سایبري عملیاتو لپاره یو اساسي مرکز ګڼل کېږي.

اسرائیلي سرچینو منلې، چې برید خورا دقیق وو، او یو توغندی د روغتون څنګ ته هم لګېدلی، خو د برید اصلي هدف نظامي تاسیسات وو.

د ایران سپاه پاسداران لا تر اوسه رسماً د برید مسؤلیت نه دی منلی، خو د اسراییلي نظامي تحلیلګرانو په وینا، دا ډول بریدونه د ایران د پرمختللي توغندیز ظرفیت ښکارندويي کوي او ښيي چې د صهیونیستي رژیم مهمې نظامي زېرمې اوس هم تر جدي ګواښ لاندې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button