ايران امريکا ته خبرداری ورکړی: که د صهیونیستي رژيم ملاتړ کوئ، سخت ځواب ته چمتو شئ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال محمد کاظم غريبابادي خبرداری ورکړی، که امريکا د ايران او صهيونيستي رژيم ترمنځ په روانه جګړه کې مداخله وکړي، ايران به له خپلو ټولو امکاناتو په استفادې “يرغلګرو ته مناسب درس ورکړي”.
غریبابادي زياته کړې: «که امریکا د یرغلګرو مخنیوی نهشي کولای، نو باید د جګړې یواځې ننداره وکړي، نه دا چې فعاله برخه واخلي.»
هغه ټینګار کړی چې ايران د جګړې د پراخېدو نيت نه لري، خو د ملي دفاع لپاره له ټولو پوځي او استخباراتي امکاناتو څخه کار اخيستل شوني دي.
د ایران د بهرنيو چارو وزارت چارواکي دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د امریکا لوړپوړو چارواکو د اسرائيلو ملاتړ ته بيا ژمنتيا وښوده.
غریبابادي وویل، چې د ايران مشرتابه او پوځي قوماندانان ټول لازم انتخابونه تر غور لاندې لري او د هېواد د ملي امنيت د دفاع لپاره هر ډول اقدام ته چمتو دي او د امريکا نظامي مداخله به د ايران له جدي غبرګون سره مخ شي.



