عبدالحمید جليلي
د حیفا بندر اوس د خاورو ډک شوی، له منځه تللی دی. د بن ګوریون هوایي ډګر سخت ویشتل شوی دی. د ګازو ټول تاسیسات له منځه وړل شوې دي. د اسرائیل دننه ډېر مهم اهداف په نښه شوي دي. او دا یوازې هغه څه دي چې مونږ ته ښودل شوي، نور ډېر څه پټ ساتل شوي دي.
د اسرائیلي هوایي ځواک داسې حالت ته رسیدلی چې نور نشي کولی له خپلو هوایي اډو څخه خوندي الوتنه وکړي. له همدې امله دوی اوس د برتانیې تر کنټرول لاندې د قبرس له پوځي اډو څخه استفاده کوي. دا وضعیت به په راتلونکو ورځو کې نور هم خراب شي.
امریکې چې په میلیاردونو ډالر دفاعي نظام ورکړي – چې “آیرن ډوم” بلل کیږي – هغه اوس ناکامه شوی. کوم توغندي چې ودرول کیږي، دا یوازې هغه دي چې پرېښودل شوي وي تر څو دفاعي نظام یې ونیسي. ایران خپل لس، شل کاله زاړه توغندي داسې جوړ کړي چې دا دفاعي سیستم مغشوش کړي؛ دا سیستم فکر کوي هماغه جعلي توغندی اصلي دی، او اصلي توغندی هدف ته رسیږي.
اوس د امریکا سره د ورکولو لپاره نور توغندي نه دي پاتې. د ایشیا پسیفک قوماندانۍ افسران اوس دا پوښتنه کوي چې که له چین سره شخړه پیدا شي، نو مونږ به دفاع له کومه کړو؟ هر څه د اسرائیل لپاره قرباني شوي. د “نیمتز” په څېر سمندري بیړۍ هم منځني ختیځ ته لیږدول شوې، چې د جنوبي چین د سمندر دفاع یې کمزورې کړې.
د ولسمشر دا خبرې چې ګواکې “ګولډن ډوم” به جوړ شي، یوازې خوبونه دي. دا پروژه چې ۱۷۵ میلیارده ډالره مصرف غواړي، لا هم داسې ټکنالوژي نه لري. او که سیستم جوړ هم شي، نو لسګونه کاله به پرې تېر شي او لګښت به یې تر ټریلیونونو ډالرو واوړي.
ستونزه یوازې د سیستم نه ده، بلکې د مشرتابه ده. د ولسمشر بې تجربګۍ او ناپوهي قیمت اوس د اسرائیلو خلک پرې کوي – او نړۍ هم له دوی سره خواخوږي نه لري، ځکه چې دوی په غزه کې څه ونه کړل؟ زرګونه بې ګناه فلسطینیان، ښځې او ماشومان وژل شوي، او نړۍ چوپ پاتې شوې.
اوس چې ایران غبرګون ښکاره کړی، په هدف بریدونه کوي، خو اسرائیل لا هم په ړندو بمونو بریدونه کوي. په یوه ودانۍ کې یې ۶۰ کسان وژلي، چې ۲۶ ماشومان هم پکې وو – خو نړۍ لا هم چوپه ده.
دا هماغه اسرائیل دی چې ځان د نړۍ تر ټولو “اخلاقي” پوځ ګڼي، خو په حقیقت کې تر ټولو زیات وحشیانه عملونه کوي. دوی پرته له کوم قانوني دلیل څخه پر ایران برید وکړ. د ملګرو ملتونو قانون او نړیوال اصول ټول تر پښو لاندې شول.
ایران چمتو و چې د اټومي تړون لپاره بیا خبرو ته کښېني. هغوی IAEA سره بشپړ همکاري منلې وه. حتی امریکه پلټونکو ته هم اجازه ورکوله چې راشي. خو ولسمشر د دوی اعتماد له منځه یووړ. ایران فکر کاوه حالات به ښه شي، خو له شا نه یې د سولې ټیم ووژل شو. شمع خاني او هغه نور مشران چې د سولې هڅه یې کوله مړه کړل شول.
دا ټول ځکه وشول چې ایران بې خبرۍ کې ونیول شي. دا برید د “پرل هاربر” په څېر یو پټ او بې بنسټه برید و. او مونږ امریکایان دا جنایت کړی دی.
تر ټولو بد دا دی چې دا هر څه هغه خلک کوي چې نه پوهېږي، ناپوهه دي او لاپرواه دي. ولسمشر شاوخوا هېڅ هوښیار، باتجربه سلاکار نشته. هغه له داسې خلکو مشوره اخلي چې جنګ یو لوبه ګڼي. او د دې جګړې قیمت ټوله نړۍ پرې کوي.
سکاټ ریټر وایي، روس دا خبره روښانه کړې چې هغوی به پیل ونکړي، خو که امریکا پر ایران اټومي برید وکړ، نو روس به اروپا هدف کړي. دا خطر ریښتینی دی – او بدبختانه دا چې د امریکا مشرتابه دا حقیقت درک کولای نه شي.
دا هر څه د ولسمشر د کمزورۍ، ځان خوښۍ او بې اعتمادۍ له امله وشول. هغه سړی چې بیا بیا د سولې خبرې کوي، خو د نورو تر فشار لاندې جګړه پیلوي، نه مشره دی، نه مرد، بلکې یو کمزوری، جذباتي او ځان غولونکی انسان دی.
په نړۍ کې چې کومه لږه هیله پاتې وه، هغه د هغو مشرانو له برکته وه چې غوښتل یې په منځني ختیځ کې د تجارت او پرمختګ پر بنسټ یو نوی راتلونکی جوړ کړي. خو امریکایي ولسمشر دا ټولې هڅې ناکامه کړې.
په پای کې، سکاټ ریټر دا پوښتنه کوي:
“موږ، یعنې عام خلک، چیرته ولاړ یو؟”
نه کوم احتجاج شته، نه کوم غورځنګ. داسې ښکاري چې مونږ ظلم منلی دی. موږ ټول په ګډه ناکام شوي یو