ايران: د هرمز تنګي بندولو توان لرو، دا کار به د امريکايي بحري ځواک فعالیتونه فلج کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۳۰غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه راپور له مخې ویلي، چې ایران لا هم خپلې سمندري او ستراتیژیکې وړتیاوې ساتلي دي، او کولی شي د اړتیا پر مهال د هرمز تنګی وتړي.

ورځپاڼه زیاتوي، چې که ایران دا ګام واخلي، نو دا به په سیمه کې د امریکايي بحري ځواکونو د خوځښتونو لپاره سختې ستونزې پیدا کړي، او ښایي د هغوی فعالیتونه تقریباً فلج شي.

د نیویارک ټایمز په وینا، د هرمز تنګي بندېدل نه یوازې نظامي، بلکې اقتصادي اغېزې هم لري، ځکه چې د نړۍ د نفتو یوه لویه برخه د همدې تنګي له لارې انتقالېږي.

دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې په سیمه کې سیاسي او پوځي ترینګلتیاوې ورځ تر بلې ډېرېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button