کابل ټکی کام (جمعه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د چين په کونمينګ ښار کې د چين-سويلي اسيا نهم نړيوال نندارتون کې ګډون او وینا وکړه.
حنفي په خپله وینا کې د چين له دولت څخه د بلنې مننه وکړه او دا نندارتون يې د اقتصادي، سياسي او فرهنګي همکاريو لپاره مهم وباله. نوموړي وويل چې افغانستان له سيمې هېوادونو سره د سوداګرۍ، انرژۍ، کانونو او ټکنالوژۍ په برخو کې د همکارۍ پراخېدل غواړي.
هغه ټينګار وکړ چې اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستانه نورو ته ګواښ پېښ کړي، او له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر اصولو ولاړې اړيکې غواړي.


















