پر اسرائیلو د ایران بریدونه؛ دفاع وزارات، موساد دفتر او نور مهم پوځي اهداف په نښه شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۳۰ عبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د وروستیو راپورونو له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت وسله والو ځواکونو تېره شپه او نن سهار د “وعده صادق ۳” عملیاتو په لړ کې د اشغالي فلسطین پر بېلابېلو سیمو پراخ توغندیز بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې د صهیونیستي رژیم دفاع وزارت ودانۍ، موساد دفتر او نورو مهم نظامي او استخباراتي تاسیسات په نښه شوي دي.

دغه بریدونه، چې د تل ابیب، حیفا او نورو اشغال شويو ښارونو پر مهمو اهدافو ترسره شوي د اسراییلو دفاع وزارت ودانۍ، د موساد دفترونه، څو پوځي اډې اواټومي تأسیسات شامل دي.

د سپاه پاسداران چارواکو ویلي، چې دا عملیات د صهیونیستي رژیم له لوري په ایران او د فلسطیني ولس پر ضد د وحشیانه بریدونو غچ دی، او دا یو واضح پیغام دی چې اسلامي امت د خپلو مقدساتو دفاع ته چمتو دی.

په ورته وخت کې، صهیونیستي رسنیو د بریدونو پراخوالي اعتراف کړی، خو د تلفاتو او مالي زیانونو په اړه یې دقیق جزئیات نه‌دي خپاره کړي.

د ایران دا بریدونه په سیمه ییزه او نړیوالو کچه پراخ انعکاس موندلی، او ګڼ تحلیلګران وایي چې دا کیدای شي د یو ستر سیمه‌ییز بدلون پیل وي.

مربوطه مطالب

Back to top button