ایراني توغندي د اسرائیلو دیمونا اټومي مرکز کې لګیدلي

کابل ټکی کام ( جمعه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د سیمهییزو سرچینو د راپورونو له مخې، د ایراني ځواکونو بالستیک توغنديو د صهیونیستي رژیم په جنوبي ښار دیمونا کې اټومي تأسیسات په نښه کړي دي.
برید وروسته له هغې ترسره شو، چې ایران د اشغال شويو فلسطین ګڼو سیمو باندې پر پوځي پراخ غچ اخیستو عملیات پیل کړل. دیمونا هغه حساس اټومي مرکز دی، چې د اسراییلو اټومي وسلو د تولید او ساتنې لپاره کارول کېږي.
صهیونیستي رژیم د پېښې له سمدستي وروسته پر رسنیو بندیز لګولی او رسنیو ته یې ویلي چې مالومات به نه خپروئ او دا د سخت سانسور برخه ګڼل شوې ده.
تر اوسه د برید د ممکنه تلفاتو او زیانونو په اړه کره معلومات نهدي ورکړل شوي، خو ځینې سرچینې وايي چې د برید شدت د اټومي تاسیساتو خوندیتوب ته لوی ګواښ پېښ کړی دی.
د ایران د سپاه پاسداران یوه جګپوړي چارواکي ویلي، چې دا بریدونه به تر هغو دوام ولري، څو چې صهیونیستي رژیم خپل تجاوزونه بند نه کړي.



