د تهران تل ابیب جګړه- وعده صادق عملیات؛ د اشغالي فلسطین ګڼو ښارونو باندې د ایران توغندیز بریدونه پیل شول

کابل ټکی کام (جمعه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

ایران د اشغالي فلسطین پر ګڼو شمېر ښارونو پراخ او ځپونکي توغندیز بریدونه پیل کړي دي.

‏د ایران اسلامي جمهوریت وسله‌والو ځواکونو اشغالي فلسطین کې د صهیونیستي ريژیم پر اهدافو یو پراخ توغندیز برید پیل کړی دی. د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي په وینا، دا عملیات د قدس د سپېڅلتیا د دفاع او د صهیونیستي رژیم د وروستیو جنایتونو د غچ اخیستلو په موخه پیل شوي دي.

په دغه برید کې لسګونه بالستیک توغندي او پرمختللي ډرونونه کارول شوي، چې د تل‌ابیب، حیفا، اسدود، عسقلان او بئرشبع ښارونو شاوخوا مهم نظامي اهداف پکې په نښه شوي دي. د راپورونو له مخې، د صهیونیستي رژیم مهمې پوځي ودانۍ، د استخباراتو مرکزونه او د هوايي دفاع سیسټمونه سخت زیانمن شوي دي.

د ایران دفاع وزارت ویلي، چې دا برید د «وعده صادق» تر نوم لاندې پیل شوی او تر هغه به دوام لري، څو چې د صهیونیستي رژیم تجاوز ته قاطع ځواب ورکړل شي.

په همدې حال کې د اسرائیلي پوځ ویاند د بریدونو تائید کړی، خو زیاتوي چې هوايي دفاع یې د ځینو توغندیو مخه نیولې ده. خو عیني شاهدان وایي، چې د بریدونو له امله قوي چاودنې او رېدل شوي دي.

د ویلو ده، چې سیمه کې امنیتي حالات سخت ترینګلي دي، او له نړیوالو غوښتنه شوې چې د حالاتو د لا خرابېدو مخنیوی وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button