سپاه پاسداران: د “الوعد الصادق ۳” عملیاتو نوې څپه پیل شوه

کابل ټکی کام (جمعه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ویاند اعلان کړی، چې د “الوعد الصادق ۳” تر سرلیک لاندې د پوځي عملیاتو ۱۷ مه څپه په بریالۍ توګه پیل شوې ده.
په دې پړاو کې د لرې واټن ویشتونکو او درنو بالستیک توغندیو ترڅنګ پرمختللي بېپیلوټه الوتکې هم کارول کېږي. سپاه دغه برید یو “مرکب صاروخي – مسیري” یعنې ګډ توغندیز او ډروني عملیات بللي دي.
د بریدونو هدف د اشغال شوې فلسطین دننه مهم پوځي مرکزونه، د استخباراتو تاسیسات او د هوايي دفاع پرمختللي سیسټمونه ښودل شوي دي.
سپاه وايي، دغه بریدونه به تر هغه دوام وکړي، څو چې د صهیونیستي رژیم تجاوز ته مناسب او دردناک ځواب نه وي ورکړل شوی.



