خامنه ای: د ظلم، اشغال او ترهګرۍ پر وړاندې خبرې نه، بلکې مقاومت او مبارزه یوازینۍ مشروع لاره ده

کابل ټکی کام (جمعه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه ای وایي، چې له اسرائیلو او امریکا سره یې هر ډول خبرو وړاندیز رد کړی دی.

د ایران اسلامي جمهوریت ستر مذهبي مشر، آیت‌الله سید علي خامنه‌اي، اعلان وکړ چې له امریکا او صهیونیستي رژیم سره د هر ډول خبرو اترو وړاندیزونه یې په قاطع ډول رد کړي دي.

آیت‌الله خامنه‌اي، چې نن د تهران په یوې مهمې غونډې کې خبرې کولې، ټینګار وکړ چې “د ظلم، اشغال او ترهګرۍ پر وړاندې خبرې نه، بلکې مقاومت او مبارزه یوازینۍ مشروع لاره ده.”

هغه زیاته کړه، چې صهیونیستي رژیم د زوال پر لاره روان دی، او اسلامي نړۍ باید په یوه خوله د مقاومت د جبهې تر څنګ ودریږي.

د ایران مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې د سپاه پاسداران لخوا د “الوعد الصادق ۳” تر نوم لاندې پوځي عملیات دوام لري، او د صهیونیستي رژیم پر اهدافو درانه توغندیز او ډروني بریدونه ترسره کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button