ایراني پوځ: د صهیونیستي ريژم ۱۴ تلویزیوني چینل مرکز یې په نښه او ویجاړ کړی دی

کابل ټکی کام (جمعه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
نور نیوز راپور ورکړی، چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د اشغال شوې فلسطین په حېفا ښار کې د صهیونیستي شبکې (Channel 14) د میداني خپرونو مرکز په «سجیل ۳» درنو بالستیک توغندیو په نښه کړی دی.
راپور زیاتوي، چې دغه برید تر مخکیني خبرداري وروسته ترسره شوی، او هدف یې د صهیونیستي رسنیو د تبلیغاتي ماشین فلج کول دي.
د «سجیل ۳» توغندي د اوږده واټن او درانه تخریب له امله پېژندل کېږي، او دا برید د ایران د روانو «الوعد الصادق ۳» عملیاتو یوه مهمه برخه بلل کېږي.



