د اسراییلو دفاعي سیستم له کاره لوېدلی

کابل ټکی کام (جمعه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وایي، چې د اسراییلي پوځ د هوايي دفاع مشهور سیستم “القبة الحديدية” (فولادي ګنبد) د تخنیکي ستونزو له امله له فعالیته لوېدلی دی.
دغه سیسټم، چې د توغندیو د شنډولو لپاره کارېږي، د ایران د روانو شدیدو توغندیزو او ډروني بریدونو پر مهال له جدي تخنیکي خنډ سره مخ شوی، او نهدی توانېدلی د ټولو بریدونو مخه ونیسي.
امنیتي سرچینې دا پېښه “بېسارې او خطرناکه” بللې، او وایي چې دا تخنیکي ناکامي ښيي چې د صهیونیستي رژیم دفاعي ظرفیت تر سخت فشار لاندې دی.



