اسرائیل د اور په لمبو کې؛ د اشغالي فلسطین “بئرالسبع” ښار کې مهم پوځي مرکز د ایراني توغندی هدف ګرځیدلی

کابل ټکی کام (جمعه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د اشغالي فلسطین جنوبي ښار بئرالسبع (Beer Sheva) کې د صهیونیستي ريژیم یو مهم پوځي-استخباراتي مرکز د ایراني توغندي هدف ګرځیدلی ده.

عیني شاهدان بیا وایي، چې د ښار ګڼو ودانیو، پوځي مرکزونو او تاسیساتو کې درنې چاودنې شوي، چې له امله یې اور لګېدلی او زیات زیانونه یې اړولي دي.

د صهیونیستي چارواکو له قوله، د اور وژنې عمله هڅه کوي چې د اور پراخېدو مخه ونیسي، خو د بریدونو شدت د ژغورنې چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.

ویل کېږي چې بئرالسبع، چې د اسرائیلي پوځ یو مهم مرکز بلل کېږي، د ایران د «الوعد الصادق ۳» عملیاتو په نښه شویو اهدافو کې شامل و.

مربوطه مطالب

Back to top button