ایراني پوځ: روانو بریدونو کې یې د صهیونیستي ريژیم ۱۷ پوځي مرکزونه هدف ګرځولي؛ سرچینې- د اسرائیلو کورنیو چارو وزارت ودانۍ هم ویشتل شوی

کابل ټکی کام (جمعه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د “الوعد الصادق ۳” عملیاتو ویاند اعلان کړی، چې د دغو پراخو بریدونو نوې څپه چې مهال روانه ده پکې د صهیونیستي رژیم مهم پوځي اهداف، د وسلو او تجهیزاتو تولیدي کارخونې، او د قوماندې او رهبرۍ مرکزونه په نښه شوي دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې دا بریدونه د دښمن د نظامي جوړښت د فلج کولو لپاره پلان شوي، او تر هغه به دوام کوي، څو د اشغالګرو تجاوز ته قاطع ځواب ورکړل شي.

د ویلو ده، چې ځینو سرچینو بیا خبر ورکړی، چې د ایران په تازه بریدونو کې د اسرائیلو د کورنیو چارو وزارت ودانۍ هم ویشتل شوی او ښایي بریدونو پراخ تلفات اړولي وي.

مربوطه مطالب

Back to top button