پر اسرائیلو د ایران بریدونه؛ پراخې ویجاړۍ او مرګ‌ژوبله

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې، ایران په تېرو ساعتونو کې پر اشغالي فلسطین پراخ توغندیز او د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړي، چې له امله‌یې په بېلابېلو ښارونو کې شدیدې چاودنې شوي دي. ایران وایي د بریدونو هدف نظامي تاسیسات، استخباراتي مرکزونه، او د وسلو زیرمې وې.
د صهیونیستي رسنیو په وینا، د بریدونو له امله د تل‌ابیب، حیفا، بئرشبع او د اشغالي قدس په ګډون ګڼ ښارونه سخت زیانمن شوي، ګڼو نظامي ودانیو اور اخیستی او د اور وژنې ټیمونه له ستونزو سره مخ دي.
عیني شاهدان وايي، د تل‌ابیب په یو شمېر سیمو کې د ودانیو چتونه راپرېوتي، او ګڼ کسان تر خاورو لاندې شوي دي. د اسرائیلي چارواکو له خوا تر اوسه د دتلفات دقیق شمېر نه دی ورکړل شوی، خو د رسنیو په وینا لسګونه کسان وژل شوي یا ټپیان دي.

د ایران سپاه پاسداران وايي، دا بریدونه د “وعده صادق ۳” عملیاتو یوه برخه ده، او د صهیونیستي رژیم پر ضد به تر هغو دوام وکړي، څو چې د فلسطین ازادي یقیني شي.

مربوطه مطالب

Back to top button