ایراني پوځ د تېرې شپې او نن سهار بریدونو کې مهم اهداف په نښه شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د ایران وسله‌والو ځواکونو خبر ورکړی، چې د تېرې شپې او نن سهار بریدونو کې یې د اشغالي فلسطین دننه یو شمېر حساس او مهم نظامي اهداف په نښه کړي دي.

د سپاه پاسداران ویاند وايي، دا بریدونه د دقیقو استخباراتي مالوماتو پر بنسټ ترسره شول، چې پکې د اسرائیلي پوځ د سایبري عملیاتو مرکز، د استخباراتو قرارګاوې، د وسلو زیرمې، او د الوتکو او راکټي دفاع سیستمونه شامل وو. د بریدونو پر مهال د متوسط او لیرې واټن توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې کارول شوې دي.

د راپورونو له مخې، د حیفا، تل‌ابیب، اشدود او بئرشبع په ګډون ښارونو کې شدیدې چاودنې شوي، او د پټو نظامي مرکزونو ترڅنګ، یو شمېر مخابراتي ودانیو ته هم سخت زیانونه اوښتي دي.

اسرائیلي پوځ له سخت پوځي سانسور سره د بریدونو جزئیات نه‌دي خپاره کړي، خو عیني شاهدان وايي، څو ودانۍ ویجاړې شوې او روغتونونه له ټپیانو ډک دي.

د ایران پوځ وایي، دا یوازې د عملیاتو پیل دی او که صهیونیستي رژیم خپلې تجاوزي کړنې بندې نه‌کړي، راتلونکې ضربې به لا سختې وي.

مربوطه مطالب

Back to top button