افغانستان له روسیې سره د خوراکي توکو وارداتو په اړه خبرې پیل کړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاءالله عمري وایي، چې افغانستان له روسیې سره د ځینو مهمو خوراکي توکو د وارداتو په اړه خبرې پیل کړې دي.
ښاغلي عمري دا څرګندونې د روسیې په سنپترزبورګ ښار کې د اقتصادي غونډې پر مهال کړي او ویلي یې دي چې، که څه هم افغانستان لا هم په ځینو برخو کې د ایران پر صادراتو تکیه لري، خو که چېرې د ایران وضعیت خراب شي، دا به پر وارداتو اغېز وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د همدې احتمالي اغېزو له امله د روسیې سره خبرې روانې دي، او تمه ده چې واردات زیات شي.
ایران دا مهال افغانستان ته لبنیات، خوراکي توکي او نور سوداګریز توکي صادروي، خو د ایران او اسرائیل تر منځ د روانو ترینګلتیاوو له امله وېره شته، چې ممکنه جګړه سوداګریز مسیرونه مختل کړي.
د معلوماتو له مخې، روسیه او قزاقستان دا مهال د افغانستان لپاره د غنمو او اوړو تر ټولو ستر صادرونکي هېوادونه دي. روسیه همداراز بوره، غوړي او نور خوراکي توکي هم افغانستان ته صادروي.
د کرنې وزارت سرپرست ویلي، چې اسلامي امارت له روسیې غوښتي چې د اوړو پر ځای دې مستقیم غنم افغانستان ته واستوي، تر څو دلته پروسس شي او د داخلي بازار اړتیاوې پرې پوره شي.
عمري وایي، چې د روسیې سره د نورو توکو واردات هم په ښه توګه روان دي او دا لړۍ به لا پراخه شي.



