اسرائيلي افسر: ایراني توغندیو تل ابیب کې لکه د غزې په څېر ويجاړۍ رامنځته کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د اسرائيلو مشهورې عبري ورځپاڼې “يديعوت آحرونوت” د غزې جګړې د یو اسرائیلي افسر له قوله راپور ورکړی چې په تازه ایراني بریدونو کې د تل ابیب ښاري سیمې د سختو ویجاړوونکو حملو شاهدې وې، او ځینو برخو یې د جګړې له لومړۍ کرښې سره ورته حالت درلود.

دغه اسرائيلي افسر ویلي، “ځینې سیمې چې د ایران توغندي پرې لګېدلي، د جګړې له میدان سره هېڅ توپیر نه لري. د تل ابیب سړکونو کې هغه ویجاړۍ چې موږ ولیدې، د تصور نه وتلې وې او یو ډول لیونی حالت یې درلود.”

نوموړي زیاته کړې، “کله چې رمات ګان سیمه د یوه توغندي تر برید لاندې راغله، ما داسې احساس کاوه لکه چې په خان یونس یا بیت حانون کې یم.” او په يادو سيمو کې د غزې د جګړې په څېر ويجاړۍ رامنځته شوي دي.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې د ايران پاسداران اسلامي مقاومت له خوا د وعده صادق ۳ په نوم عملیاتو کې په درنه پیمانه ایراني بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو د اسرائيلي اهدافو پر ضد بریدونه وشول.

مربوطه مطالب

Back to top button