د السنوار تر شهادت وروسته نوې تګلاره؛ قسام له مشرتابه پرته جګړه پر مخ وړي

راپور او ترتيب: الماس خدرخيل
کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین اسلامي غورځنګ “حماس” اړوندو سرچینو ويلي چې د دې غورځنګ پوځي څانګه، کتائب القسام دا مهال له مرکزي مشرتابه پرته خپل فعالیتونه پرمخ وړي.
سرچینو د سعودي “الشرق الاوسط” ورځپاڼې ته ویلي، له هغه وروسته چې د مې میاشتې په ۱۳مه نېټه محمد السنوار د اسرائيلي ځواکونو له خوا شهيد کړل شو، د قسام دننه پرېکړه وشوه چې نور به د ټولې ډلې لپاره یو عمومي قوماندان نه ټاکل کېږي. یاد تصمیم په ځانګړې توګه له هغو موضوعاتو سره تړاو لري چې د اسرائيلي بنديانو د برخلیک او یا د احتمالي اوربند پرېکړې ته اړتیا لري.
وروسته له هغه چې د ۲۰۲۴م کال د جولای په میاشت کې محمد الضیف شهيد شو، محمد السنوار د قسام مشري په غاړه واخیسته، سره له دې چې نوموړی د اوږدې مودې راهیسې د قسام اجرايي قوماندان بلل کېده. دا بدلون وروسته له هغه راغی چې د الضیف مرستیال مروان عیسی هم د ۲۰۲۴م کال د مارچ په میاشت کې د نصیرات په سیمه کې شهيد کړای شوی و.
سرچینې زیاتوي، اوس پرېکړه شوې چې هره لواء به د خپل قوماندان تر قوماندې لاندې کار کوي، او هغه به د سیمې شرایطو ته په کتو د اسرائيلي اشغالګرو پر ضد خپل عملیات پر مخ وړي.
د مهمو تصمیمونو لپاره، لکه د یرغمل شوو اسیرانو سرنوشت یا د اوربند وړاندیزونه، د قسام د بېلابېلو لواؤ قوماندانان به یو له بل سره مشورې کوي او بيا به پريکړې کوي.
د راپور له مخې، د قسام نظامي مشرتابه د غړو په پرلهپسې ترور سره، حماس دې نتیجې ته رسېدلی چې تر يو مهاله به د نوي مشرتابه له ټاکلو ډډه کوي، ترڅو جګړه پای ته ورسېږي او د مشرتابه بیا تنظیم او ټاکنه ترسره شي.
له محمد الضیف، مروان عیسی، محمد السنوار، د شمال لواء قوماندان احمد الغندور، د منځني لواء قوماندان ایمن نوفل، او د خان یونس لواء قوماندان رافع سلامه تر شهادتونو وروسته، یوازنی ژوندی لوړ پوړی پوځي مشر د غزې ښار د لواء قوماندان عزالدین الحداد بلل شوی.
د رفح د لواء قوماندان محمد شبانه برخلیک لا هم نه دی معلوم، خو ځینې سرچینې وايي چې هغه هم د السنوار سره یو ځای شهيد شوی دی.
د اسرائيلي رسنیو د راپورونو له مخې، تمه کېده چې الحداد به د قسام مشر وټاکل شي، خو وروستی تصمیم دا شو چې قسام به له مرکزي قوماندې پرته کار ته دوام ورکوي.



