د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه؛ ذبیحالله مجاهد: دا ډول ناستې باید د افغانستان له ګډون پرته نه وي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د روان کال د جون میاشتې په ۲۳مه، د دوشنبې په ورځ، د افغانستان په تړاو یوه مهمه غونډه ترسره کړي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا، د بشري مرستو د چارو مرستیاله جویس موسویا، او د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې مشره سیما باهوس به پدې ناسته کې ګډون او وینا وکړي.
دم.م امنیت شورا په خپلې خپره کړې اعلامیه کې زیاته کړې، چې له دې ناستې وروسته، د دوحې پروسې اړوند کاري ډلې به د روان کال د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه، د افغانستان د خصوصي سکتور او د مخدره موادو پر ضد مبارزې په تړاو، په دوحه کې ځانګړې ناستې ولري.
په عين کې د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د افغانستان په تړاو د امنیت شورا د غونډې په اړه رسنيو سره په خبرو کې ویلي، هره هغه ناسته چې د افغانستان په اړه ترسره کېږي، باید د افغانستان استازی پکې حضور ولري.
ښاغلي مجاهد ټینګار کړی: “هغه غونډې چې د افغانستان د استازي له حضوره پرته ترسره شوي اغېزمنې نه دې ثابتې شوي، او راتلونکې ناستې به هم تر هغې مؤثرې نهوي، څو د افغانستان اصلي غږ پکې موجود نهوي.”
د افغانستان اسلامي امارت له وړاندې هم ټینګار کړی چې نړیوالې غونډې باید د متقابل تعامل، درناوي او شفاف ګډون پر بنسټ تنظیم شي.



