د فلسطین ساتنې ځواک یو ایراني جنرال د صهیونیستي رژیم هوایي برید کې شهید شوی

کابل ټکی کام ( شنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت یو لوړپوړی پوځي جنرال، چې د فلسطین د ساتنې ځواک له مهمو قوماندانانو ګڼل کېده، د صهیونیستي رژیم د هوایي برید په نتیجه کې شهید شوی دی.

دغه برید تېره شپه د اشغالي قدس سره نېږدې پر یوې نظامي اډې ترسره شوی، چې پکې نور کسان هم شهیدان او ټپیان شوي دي. ویل کېږي چې شهید شوی جنرال د قدس ځواک له مهمو نظامي قوماندانانو څخه و، چې د مقاومتي ډلو حماس، جهاد اسلامي او حزب‌الله سره‌ یې همکاري کوله.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د هغه شهادت تایید کړی او ژمنه یې کړې چې “د شهیدانو د وینې غچ به خامخا اخلي او صهیونیستي رژیم به د دې بزدلانه برید حساب ورکړي.”

په همدې حال کې، د فلسطین مقاومت ډلو دغه برید سخت غندلی او ویلي یې دي چې د دغه جنرال وینه به د فلسطین د ازادۍ مبارزه لا پیاوړي کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button