اسلامي امارت: د ملګرو ملتونو درې میاشتني راپور “ناسم، مغرض او د پروپاګند” هڅه ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت د ویاند، ذبیحالله مجاهد، لهخوا د ملګرو ملتونو د درې میاشتني راپور په غبرګون کې تند غبرګون ښودل شوی دی.
ښاغلي مجاهد ویلي چې په دغه راپور کې د افغانستان په اړه ناسم معلومات خپاره شوي، چې هدف یې د موجوده وضعیت په اړه د تشویشونو خپرول او د هېواد د حقیقي پرمختګونو پټول دي. هغه دغه راپور د مغرضو کړیو لهخوا د پروپاګند یوې هڅې په توګه یاد کړی.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې په افغانستان کې اوسنی امنیت تر بل هر وخت غوره دی، خلک په ارامه فضا کې ژوند کوي او د ثبات احساس لري زياتوي په راپور کې عادي جنايي پېښې د امنیتي پېښو په توګه تعبیر شوي، حال دا چې دا ډول پېښې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې له افغانستان نه هم زیاتې رامنځته کېږي:«دا ډول تعبیرونه هڅه ده چې د افغانستان واقعي حالت منفي وښودل شي».
ښاغلي مجاهد افغانانو ته ډاډ ورکړی چې د بهرنیو مغرضو بنسټونو پر راپورونو اندېښنه ونکړي، ځکه هېواد له هر پلوه باثباته دی.
په وینا يې، یوازې د تېر لوی اختر په ورځو کې له دوه میلیونه زیات افغانان دننه په هېواد کې په ارامه ډول سیاحت ته تللي، چې دا د امنیت، ثبات او د خلکو د اطمینان څرګنده نښه ده.



