د نفتي توکو لپاره ۵۷ سټنډرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د سټنډرډ عالي شورا څلورمه فوق‌العاده غونډه د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه، څو د بې‌کیفیته تېلو د مخنیوي په موخه نوی نورم جوړ او وړاندې شي.

د اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر اخوند په غونډه کې وویل، اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ثبات او د خلکو د روغتیا خوندي ساتلو لپاره د بې‌کیفیته وارداتو د کنټرول په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي دي. نوموړي د معیار او کیفیت ارزښت ته په اشارې سره زیاته کړه چې معیاري کول نه یوازې د صنعت، سوداګرۍ او کرنې کیفیت تضمینوي، بلکې د صادراتو زیاتولو او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره هم ضروري دي.

په غونډه کې د نفتي توکو په برخه کې شپږ سټنډرډونه او ۵۱ ازمایښتي کړنلارې تصویب شوې، چې دا به د ډیزلو، پټرولو، مایع ګاز او پایدار کاندنسات ګاز کیفیت ته وده ورکړي. د سټنډرډونو د تطبیق کمېټې ته سپارښتنه شوې چې تصویب شوي سټنډرډونه په ښه ډول پلي کړي، او خصوصي سکټور ته هم د معیارونو په رعایت جدي پاملرنې باندې ټینګار شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button