حماس یمني مشرتابه ته: ستاسو دریځ به تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي، مقاومت مو د قربانیو پور وړې ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي مقاومت د حماس غورځنګ پوځي څانګې، “کتائب الشهید عزالدین القسام”، د یمن د وسله‌والو ځواکونو له مشر” محمد عبدالكريم العماري” ته یو لیک لېږلی، چې پکې یې د یمن له ولس، مجاهدینو او د انصارالله له مشرتابه د ملاتړ او همغږۍ مننه کړې ده.

دغه لیک، چې د لوی اختر په مناسبت لېږل شوی، د فلسطیني مقاومت له سنګر – غزې – څخه د یمن د مجاهد ولس د قوي دریځ، همبستګۍ، او صهیونیستي اشغال پر ضد د دریځ ستاینه کوي.

د قسام لوا له لوري په لیک کې راغلي:
“ستاسې له برکتي خاورې – یمن – څخه د اختر په دې مبارکو ورځو کې زموږ د مجاهدینو او ولس پر وړاندې د همدردۍ پیغام، موږ ته د خوښۍ او ویاړ احساس راکړ. دا موقفونه یوازې د هغه ولس نه صادرېږي چې د ایمان، صداقت او قربانۍ خاوندان وي.”

لیک کې زیاته شوې:
“موږ د فلسطین له خاورې، له خپل مجاهد ولس سره یو ځای، ستاسې د صداقت، فداکارۍ او ملاتړ مننه کوو. تاسو زموږ تر څنګ یاست، پداسې حال کې چې موږ له صهیونیستي یرغل سره مخ یو، او دا ملاتړ زموږ مورال لوړوي.”

قسام مجاهدینو زیاته کړې، چې د یمن ولس او مشرتابه دریځونه به د تاریخ په زرینو پاڼو کې ولیکل شي، ځکه چې هغوی د امت د عزت، ازادۍ، او قدس د دفاع لپاره ولاړ دي.

په پای کې، د قسام لوا مشرتابه د یمن ولس ته دعا کړې چې الله تعالی دې د دوی جهاد، قربانۍ، او بریاوې قبول کړي، او د دوی مجاهدین دې لا پیاوړي کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button