شمالي کوریا وايي چمتو ده ایران ته اټومي وسلې ورکړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
شمالي کوریا په یوه بېسارې ډیپلوماتیکه څرګندونه کې اعلان کړی، چې چمتو ده ایران ته اټومي وسلې ورکړي، او دا اقدام یې د سیمهییز ثبات او تلپاتې سولې لپاره یو مهم شرط بللی دی.
د شمالي کوریا چارواکو ویلي، چې د یوه خپلواک هېواد ملاتړ د بل خپلواک هېواد لپاره یو طبیعي حق دی، او دا پرېکړه د دواړو هېوادونو د ستراتیژیک اتحاد برخه ده.
دغې څرګندونې د نړیوالو د پام وړ ګرځېدلې، ځکه دا ګام ښايي د لوېدیځو هېوادونو، په ځانګړې توګه د امریکا له سخت غبرګون سره مخ شي او د سیمې ژور سیاسي توازن ته زیان ورسوي.
شمالي کوریا ټینګار کړی، چې د ایران سره دا ډول همکاري به د زورواکۍ پر وړاندې د مقاومت یوه نوې مرحله پیل کړي، او نړیوالو ته به دا پیغام ورسوي چې د یووالي له لارې سوله تأمینېدلی شي، نه د فشار او ګواښ له لارې.



