له ایران څخه د راستانه شوو مهاجرینو د ملاتړ لپاره په هرات کې بیړنی کمېسیون جوړېږي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د هرات سیمه‌ییزو چارواکو د هغو مهاجرینو د ملاتړ لپاره د بیړني کمېسیون د جوړېدو پرېکړه کړې، چې له ایران څخه هېواد ته راګرځي.

دا پرېکړه د والي شیخ مولانا اسلام‌جار په مشرۍ د صنعت‌کارانو، سوداګرو او اتحادیو د استازو په ګډه غونډه کې وشوه.

په غونډه کې د خصوصي سکتور استازو د محلي ادارې له هڅو ملاتړ اعلان کړ او ډاډ یې ورکړ چې د مهاجرینو د کارموندنې، په ځانګړې توګه د صنعتي ښارګوټي په برخه کې، پراخه همکاري کوي.

والی له خصوصي سکتور وغوښتل چې د خوړو، استوګنې او لومړنیو مرستو په برابرولو کې هم ونډه واخلي.

په پای کې، والي اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د دولتي او خصوصي سکتور له استازو یو ګډ بیړنی کمېسیون جوړ کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button