اسلامي امارت د هېواد نوې اقتصادي پالیسي تصویب کړه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه کې نوې اقتصادي پالیسي تصویب شوه.

اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې پالیسي د اسلامي اقتصاد پر بنسټ ده او موخې یې د پانګونې جذب، د تولید او صادراتو زیاتوالی، د بې‌وزلۍ کمول او اقتصادي ثبات دي.

د اقتصادي معاونیت د معلوماتو پر اساس په غونډه کې د مالیې وزارت ته سپارښتنه وشوه چې د پلخمري اړوند ۱۳ کلیو ته د برېښنا پروژې لپاره بودیجه ځانګړې کړي.

دغه راز په بلخ او سرپل ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړېدو طرحې هم منظور شوې چې خصوصي سکتور به پکې نږدې ۸۴۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button