کابل ټکی کام ۲۲کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د سوېډن Boros Tidning نومي ورځپاڼې خبر ور کړی دی، چې د دغه هېواد د لویدیځ بروس ښار ته نږدې د کډوالو د سرپنا په ودانۍ کې اور لګېدلی دی.
دغه ودانۍ چې له څو کلونو را هیسې خالي وi، خو وروسته د ۲۰۰تنو کډوالو لپاره چمتو شوې وه.
د ورځپاڼې د خبر له مخې، اور د دغې ودانۍ په شلو ځایونو کې همهاله بل شو، خو اور ژر مړ شو.
پولیسو دا مهال سیمه کلابنده کړې ده.
د ځایي پولیسو استازي استیفان رودنیوال ویلي دي، چې یو چا د ودانۍ څخه بهر دغه پېښه ترتیب کړې وه، چې دا مهال یې په اړه څېړنې روانې دي.
















