د ذغال سنګ امارتي شرکت وايي، بغلان کې په درې مياشتو کې د سکرو له کانونو نږدې ۴ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د بغلان د ډبرو سکرو ریاست مسوولین وايي چې د شمال د ذغال‌سنګ امارتي شرکت په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۴ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه کړي او ټول یې د دولت خزانې ته سپارلي دي.

د یاد شرکت رئیس مولوي عبدالله حامد وايي چې دا مهال ۱۱۵۲ دولتي او خصوصي کانونه د دوی تر مدیریت لاندې دي، چې ورځنی استخراج یې شاوخوا ۷۴۵ ټنه ذغال‌سنګ ته رسیږي.

نوموړي زیاته کړه چې یوازې د دریو میاشتو په موده کې ۳ میلیارده او ۹۷۵ میلیونه افغانۍ د سکرو د پلور او لېږد له لارې ترلاسه شوي، چې ټول عواید د افغانستان دولت حساب ته سپارل شوي دي.

د حامد په وینا، دا شرکت نه یوازې د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري، بلکې د مستقیمو او غیرمستقیمو کاري فرصتونو له لارې یې له ۲۰ زره زیات کسان په کار بوخت کړي دي.

د بغلان د ډبرو سکرو کانونه له شتمنو طبيعي زېرمو ګڼل کېږي، او اوس مهال د افغانستان د اقتصادي تمرکز له مهمو سرچینو څخه شمېرل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button