ایران: NPT زموږ د اټومي حقونو ساتنه ونه کړه، د يورانيمو غني‌سازۍ ته ادامه ورکوو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې هېواد یې هېڅکله له یورانیمو د غني‌سازۍ پروسه نه دروي او د اټومي وسلو د نه‌خپرېدو نړیوال تړون (NPT) په اړه د تهران دریځ اوس له نوې ارزونې سره مخ دی.

نوموړي په تازه مرکه کې العربی الجدید ته ویلي، چې ایران د کلونو لپاره هڅه وکړه نړۍ ته وښيي چې د NPT اصولو ته ژمن دی او غواړي خپل اټومي فعالیتونه د همدې تړون په چوکاټ کې ترسره کړي، خو دا تړون ونه توانېد چې د ایران د اټومي پروګرام یا تأسیساتو امنیت خوندي کړي. نوموړي ټینګار کړی چې اوس د ایران لپاره د خپلو اټومي تأسیساتو د ساتنې موضوع یوه بنسټیزه اړتیا ده.

عراقچي وویل: “ولې د شفافیت او باور رامنځته کولو شلو کلونو وروسته، کومه پایله تر لاسه نه شوه؟ دا هغه پوښتنه ده چې باید ځواب شي.” هغه زیاته کړه چې د ایران لیدلوری د اټومي برنامې او نړیوالو تړونونو په اړه د بدلون په حال کې دی، که څه هم لا یې دقیق جهت نه‌دی څرګند.

بل‌خوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سعید خطیب‌زاده هم ویلي، چې واشنګټن باید د ایران د اټومي تأسیساتو زیانونو تاوان ورکړي، او تهران به د دې لپاره ملګرو ملتونو ته شکایت هم وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button