د امریکا سفیر: تر دوو اونیو تېښتو او منډو وروسته تېره شپه ارامه ویده شوم

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

په اشغالي فلسطین کې د امریکا سفیر مایک هاکبي وایي، له دوو اونیو راهیسې د پټنځایونو پر لور د منډو ترړو وروسته، تېره شپه لومړی ځل ارام ویده شوی. نوموړي دا شپه “فوق‌العاده” بللې.

هاکبي مخکې ویلي و، چې د ایران د توغندويي بریدونو پر مهال به شپه کې تر پنځه ځل پورې د وېري له کبله پټنځای ته تښتيده.

دغه څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلي، چې د ایران او اسراییلو ترمنځ له ۱۲ ورځو جګړې وروسته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړیتوب اوربند شوی دی.

نوموړي تر دې مخکې ويلي و چې هره شپه ورباندې داسې تيريږي لکه د منډو سیالي چې وي.

بل‌خوا د اسراییلو ۱۳ رسنیو راپور ورکړی، چې د اوربند په تړاو د نتنیاهو په کابینه کې اختلافونه راولاړ شوي او د کابینې یو شمېر غړي د ایران سره د اوربند مخالف دي.

مربوطه مطالب

Back to top button