د غزې جګړه؛ د وژل شویو صهیونیستي پوځیانو شمېر ۱۱ تنو ته ورسېد – ګڼ ټپیان او ځینې نادرکه دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د غزې په جنوبي سیمه کې د روانو نښتو په ترڅ کې د صهیونیستي رژیم پوځ ته پراخ ځاني زیانونه اوښتي. د تازه معلوماتو له مخې، د وژل شویو صهیونیستي عسکرو شمېر ۱۱ تنو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې ګڼ نور یې ټپیان شوي او د یو شمېر نورو د نادرکه کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

صهیونیستي پوځ تایید کړې چې د دوی یوه پوځي قطعه د غزې په جنوب کې د ځای پر ځای شویو ماینونو او مقاومت د وسله‌والو له‌خوا تر هدفي بریدونو لاندې راغلې، چې له امله یې مرګ‌ژوبله رامنځته شوې.

د پوځ چارواکو ویلي چې د پېښې پر مهال سختې چاودنې شوې دي او لا هم د نادرکه عسکرو د موندنې هڅې روانې دي. ځینې سرچینې وایي چې د ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د فلسطیني مقاومت ډلې وایي، دغه عملیات د اسرائیلي یرغلونو په غبرګون کې تر سره شوي او دا ډول بریدونه به نور هم دوام کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button