ابوعبیده: تر څو یرغل پای ته نه وي رسېدلی، د صهیونیستي عسکرو وژل به دوام ولري

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د القسام ځواکونو ویاند ابوعبیده تازه څرګندونې کړې دي او ویلي یې دي، چې تر هغو به د صهیونیستي رژیم د عسکرو وژل دوام ولري، ترڅو چې یرغل پای ته نه وي رسېدلی.

ابوعبیده د فلسطیني مقاومت وروستي کمینونه د قربانۍ او زړورتیا ژوندۍ بېلګې وبللې، او زیاته یې کړه چې دا بریدونه د فلسطین د آزادۍ لپاره د مجاهدینو پیاوړی پیغام دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې صهیونیستي رژیم تورن کړ، چې له خپل ولس نه حقیقت پټوي، او پوځیان یې د غزې جګړې ته د دروغجنو سیاسي اهدافو لپاره لېږي، چې د ناوړه پایلو مسوولیت به هم د همدې رژیم پر غاړه وي.

ابوعبیده ټینګار وکړ، چې د غزې ملت به هېڅکله تسلیم نه شي، او مقاومت به تر اخري سلګۍ پورې دوام ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button