دفاع وزارت: عمري قول اردو ۵۲۹ وسایط او ۳۸ میله وسلې بېرته ترميم او فعالې کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان ا.ا د دفاع وزارت وايي، چې د ۲۱۷ عمري قول اردو اړوند د تخنیک او اسلحې مدیریت له لوري د حمایوي او لوژستیکي کنډک په ورکشاپونو کې د مسلکي پرسونل په هڅو ۵۲۹ عرادې بېلابېل ډول پوځي وسایط او ۳۸ میله مختلف النوع وسلې ترمیم او بېرته ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په ترمیم شویو وسایطو کې ۵۰ عرادې زغره وال هاموي ټانګونه، ۸ ضربتي ټانګونه، ۶۳ عرادې انټرنېشنل موټرونه، ۳۱۶ رنجر، ۶ فورکلفت او نور بېلابېل ډول غیر زغرهوال وسایط شامل دي.
همداراز، ۳۸ میله مختلف ډول اسلحې لکه يو میل SPG9، يو میل ۸۲ توپ، يو میل روسی دهشکه، ۴ میله ZU-23، ۴ میله AKM-249، ۱۲ میله کلاشنکوف، ۱۶ میله M16 او نور ډول ډول وسلې ترمیم او بېرته چمتو شوي دي.



