په مکسیکو کې وسله وال بريد؛ ۱۱ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د مکسیکو د ګواناجواتو ایالت په ایراپواټو ښار کې د ډزو خونړۍ پېښه رامنځته شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، د مکسیکو ولسمشرې کلاډیا شینباوم د پېښې له امله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د قربانیانو په منځ کې ماشومان هم شامل دي.
نوموړې زیاته کړې، چې د پېښې په تړاو د امنیتي او عدلي ادارو څېړنې روانې دي، څو د پېښې لاملونه او عاملین معلوم او قانون ته وسپارل شي.
په وروستیو کلونو کې د مکسیکو په بېلابېلو سیمو کې د وسلهوالو ډلو ترمنځ شخړې او ډزې ډېرې شوې دي، چې له امله یې ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



