هند: د افغانستان سولې، امنیت او ټیکاو ته ژمن یوو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د هندوستان د دفاع وزیر راجناټ سېنګ وایي، چې نوی ډیلي د افغانستان د سولې، امنیت او ټیکاو پیاوړی ملاتړی پاتې شوی دی.
نوموړي دغه څرګندونې د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) د دفاع وزیرانو په غونډه کې کړې دي.
راجناټ سېنګ ویلي، هند د افغانستان تر ټولو ستر سیمهییز پرمختیایي شریک بلل کېږي او د افغانانو د ظرفیت لوړولو لپاره یې بېلابېل پروګرامونه پیل کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې له افغانانو سره به بشري مرستو او پراختیایي پروژو ته دوام ورکړي.



