یوازې په یوه ورځ کې ۳۰ زره افغان کډوال له ایرانه هرات ته راستانه شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس او د مهاجرینو د ستونزو د حل کمیسیون مسؤل مولوي احمدالله متقي وايي، چې یوازې پرون (چهارشنبه) له ایران څخه تر ۳۰ زرو زیات افغان کډوال د هرات له پولو هیواد ته راستانه شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې راستانه شویو کډوالو ته د لومړنیو اړتیاوو لکه د څښاک اوبو، خوړو او بیړنیو خدماتو برابرولو ترڅنګ، د دوی د لنډمهالي استوګنې لپاره هم لازمې آسانتیاوې برابرې شوې دي.

مولوي متقي دا هم وایي، چې نه یوازې د پرونیو راستانه شویو کډوالو لپاره تدابیر نیول شوي، بلکې د راتلونکو جوپو د منظم مدیریت لپاره هم بشپړ چمتووالی شته.

د یادونې وړ ده، چې له ایرانه د افغان کډوالو راستنېدل له تېرو میاشتو راهیسې چټک شوي، او هره ورځ زرګونه کسان د هېواد پر مختلفو پولو راځي.

مربوطه مطالب

Back to top button