قدس لېوا: ځواکونو مو ۳ صهیونیستي پوځیان وژلي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۵ چنګاښ، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي جهاد غورځنګ نظامي څانګې «قدس لېوا» اعلان کړی، چې د اشغالي فلسطین په جنوب کې یې د یوې بریالۍ حملې پر مهال ۳ صهیونیستي پوځیان وژلي دي.
دوی ویلي، چې دا عملیات د اشغالګرو ځواکونو د پرمختګ د مخنیوي په موخه ترسره شوي او د الله په فضل هدف ته رسېدلي دي.
د قدس لېوا له قوله، مجاهدینو د ماینونو، لاسي بمونو او نږدې واټن ویشتونکو راکیټونو څخه بریدونو کې کار اخیستی دی.
د فلسطیني مقاومت ډلو ټینګار کړی، چې تر هغو به جهاد ته دوام ورکوي، څو اشغال پای ته نه وي رسېدلی او بیتالمقدس ازاد شوی نه وي.



